کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی دی.
دغې ادارې زیاته کړې، چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي او موږته په کار ده، چې د عادلانه حل لارو لپاره سره یوځای شو او د هغو ملاتړ وکړو، چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.
همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما هم د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو له ۲۸م کنفرانس سره هممهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د پوهاوي پر ځای دې عمل ته مخه کړي.
د یوناما په خبره اقلیمي ټکانونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/