معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، ناچاوده توکو د ۴۵ زره افغانانو ژوند اخیستی

اوچا وایي، ناچاوده توکو د ۴۵ زره افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ويلي، چې له ۱۹۸۹ کال راهيسې تر اوسه د افغانستان ۴۵ زره وګړي له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو قرباني شوي.

یاد بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې په یوه ليکلي بیان کې ویلي، چې دا شمېرې په دې معنا چې هره مياشت په افغانستان کې ۱۰۰ تنه د ماين او له جګړو د پاتې توکو قرباني شوي.

اوچا زياته کړې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د قربانيانو ۸۹ سلنه ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي، چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د بودیجې کمښت د ماين پاکۍ برنامې او له قربانيانو سره مرسته ګواښي او د ۳.۴ میلیون تنو ژوند له خطر سره مخ کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس