معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / ایران؛ هلته چي د “افغان” وینه ارزانه ده!

ایران؛ هلته چي د “افغان” وینه ارزانه ده!

د اروپایي رسنیو د رپورټونو په اساس د ایران حکومت په تېره اکتوبر میاشت کې ۱۳ تنه افغانان اعدام کړي دي چې د همدې رسنیو په حواله له دې سره د روان ۲۰۲۴ زېږدیزکال په تېرو لسو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ تنو ته رسېږي.

که څه هم ایراني چارواکیو تر دې دمه پدې تړاو رسماً څه نه دي ویلي خو د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي بیا وایي پدې هڅه کې دي چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له هغې لارې وکولای شي هلته د بېلابېلو تورونو له امله په سزاګانو محکوم افغانان، خپل هېواد ته راولېږدوي.

په ایران کې د افغانانو د اعدام دا نوې لړۍ پداسې حال کې ده چې یوازې څو ورځې وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت په رسمي ډول هغه راپورونه تأیید کړل چې پکې ویل شوي وو د ایران او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د ماین چاودنې او د ایراني پوله ساتو د ډزو له امله لسګونو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د افغان حکومت یوه ویاند د خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې د ایران په کلګان نومي دره کې پر یو شمېر افغانانو چاودنې او ډزې شوي دي.په دغه خبري اعلامیه کې ویل شوي چې د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پېښه کې ټپيان شوي، د هیأت له لوري افغانستان ته لېږدول شوي دي. په اعلامیه کې دا هم منل شوې، چې ځینې نور زیانمن افغانان لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې لا یې په موندلو او لېږدولو بوخت دي.

که څه هم په ایران کې د افغانانو د اعدام یا په ګډه پوله د هغوی د ډله ییزې وژنې لړۍ کومه نوې خبره نده او په وړاندې کلونو کې هم ایراني واکمنو په هغه هېواد کې مېشت مظلوم افغانان په بېلابېلو نومونو ځورولي او اعدام کړې یې دي، خو دا ځل یو په زړه پورې ټکی دا دی چې ایران پداسې حال کې په هغه هېواد کې مېشت بې پناه افغانان په ګډه پوله کې په بې رحمۍ په ډله ییزه بڼه وژني یا یې په داخل کې اعداموي چې په خپله دا هېواد له څو اړخه له ګواښ او عملي جګړې سره لاس او ګرېوان دی او آن د دې وېره شته چې په سیمه کې د ایران او ځینو عربي هېوادونو په ګډون یوه پراخه او زیانمنونکې جګړه ونښلي.

بل خوا که ځیر شو پر ګډې پولې سربېره د ایران په لویو ښارونو کې د مظلومو او بې وسه افغان کډوالو وژل کېدل یا په پټه د هغوی د اعدام دا نوې لړۍ ایراني چارواکو په داسې وخت کې پیل کړې چې هم په خپله ایراني چارواکي او هم د سیمې او نړۍ هېوادونه په نیول شوي فلسطین کې د اسراییلو د نیواک ګر رژیم له خوا د مظلومو فلسطینیانو او لبنانیانو د ویني بهونې لړۍ ته په پوره سپین سترګۍ دوام ورکوي او د دې جګړې لمبې که څوک وغواړي یا نه، ډېر ژر د ایران لمن ورسره رانغاړي، لکه څنګه یې چې همدا اوس هم آثار او علایم له ورایه څرګند دي او د دې علایمو پراختیا نه یوازې د ایران چې آن د ګاونډیانو هم په زیان ده.

پدې منځ کې ایراني چارواکیو ته د افغان حکومت دا وړندیز هم رسنیو را اخیستی دی چې په هغه هېواد کې په جرمونو کې ښکیل یا په جرمتورن افغان وګړي دي بېرته لاس تړلي افغانستان ته وسپارل شي تر څو د هغوی د جرمونو پوښتنه او ګرویږنه هم وشي او د خپلو کورنیو او خپلوانو لاسرسی او اړیکه هم ورسره ټینګه شي، چې ایراني چارواکو متأسفانه، نه په تېر کې د افغانانو دې ډول وړاندیزونو ته پاملرنه کړې او نه یې حتی پدې تړاو لاسلیک کړي هوکړه لیکونه منلي او نه یې هم اوس د افغانستان د اوسني حکومت د دې وړاندیز په تړاو غبرګون ښودلی.

اوس که حالاتو ته وګورو او پام وکړو، نو یوې خواته په سیمه او نړۍ کې کړکیچن حالات او هرې خواته پر مسللمانانو د جګړې د اور بلې لمبې دي چې که د ایران واکمن هرڅه وغواړي هم ځان یې له تاو او سوزیدو څخه نشي ژغولای، بل لوري ته په سیمه کې د هغه مظلومو افغانانو په وړاندې د دوی تبعیضي او له کرکې ډک چلن دی چې په زوره خپل دغه مسلمان ګاونډیان له ځان څخه کرکې او نفرت ته اړباسي.

طبیعي ده چې تېرو تجربو او په سیمه او نړۍ کې اوسني د بل شوي د جګړې د بل اور لمبو ته په کتو داسې نه ښکاري چې د ایراني چارواکیو د کبر او بې ځایه غرور تعامل دې د افغانانو په وړاندې داسې په آسانه بدل شي، خو دا هم جوته ده چې زمونږ دواړه شریر ګاونډي(ایران او پاکستان) به یوه ورځ نه یوه ورځ د مظلومو افغانانو د ښېراوو سیلاب له ځان سره وړي او هلته به بیا پر خپل عقل ماتم کونکيو ته هېڅ شی ګټه ونه رسوي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس