معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایراني چارواکي سلګونه بندي افغانان افغانستان ته استوي

ایراني چارواکي سلګونه بندي افغانان افغانستان ته استوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي.

راپور کې زیاته شوې، د دغو بندیانو نوملړ هم سرپرست حکومت ته استول شوی، څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړي.

دوی همدارنګه ویلي، تمه کیږي چې د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شي.

د ایران قضایي چارواکو دغه‌ راز رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دي، چې د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زنداني شوي دي.

له دې سره هم‌ مهاله د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ویلي، په تېرو دریو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیان رالېږدول شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس