معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایرانی پلاوی د هلمند اوبو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي

ایرانی پلاوی د هلمند اوبو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر ویلي، تر راتلونکو دوو اوونیو به د هلمند له سینده د حقابې په تړاو ایرانی پلاوی د خبرو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته د دغه ایراني پلاوي د سفر لپاره د شرایطو د برابرېدو په موخه هڅې روانې دي.
تازه د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ایراني رسنیو ته ویلي، دوی به ډېر ژر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي، څو له سرپرست حکومت سره د ایران د اوبو حق په اړه خبرې وکړي، خو سرپرست افغان حکومت وايي، د هلمند د اوبو په اړه له ایران سره شوي تړون ته ژمن دي او کابل ته د ایراني پلاوي راتګ د ستونزو حل لپاره یو مثبت ګام دی.
د کابل او تهران ترمنځ د هلمند سیند او هامون دریاچې په اړه په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو تر منځ تړون لاسلیک شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس