معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د بې‌ اسناده بهرنيو اتباعو لپاره د کال تر پایه د وتلو ضرب الأجل ورکړ

ایران د بې‌ اسناده بهرنيو اتباعو لپاره د کال تر پایه د وتلو ضرب الأجل ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان یو ځل بیا خبر داری ورکړی، چې بې‌ اسناده بهرني اتباع دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډوالو د شړلو پالیسي د اجنډا په سر کې ده.

نوموړي ویلي، چې دا خلک له ډېر وخت راهیسې د دغه هېواد له اسانتیاوو ګټه اخلي، خو اوس یې وخت دی چې له هېواده یې ووځي.

تېره اوونۍ ایراني ساتونکو یو افغان چې د اورېدلو ستونزه یې لرله راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولي او بل ورته پر غاړه ګونډه وهلې ده چې په خواله رسنیو کې دې ویډيو د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه هم را پارولي وو.

ایراني چارواکي د “غیر مجاز وګړو” اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس