معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران د یو افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړل

ایران د یو افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بشري حقونو سازمان ويلي، چې ایران حکومت تازه د یوه افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي.

د دوی په خبره دا اعدامونه د کرج ښار په قزل حصار زندان کې شوي دي.

د خبر پر بنسټ اعدام شوي کسان د مخدره موادو، بریدونو یا قصدي وژنو په تور په اعدام باندې محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې د ناروې په اوسلو ښار کې مېشت دی، په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او اسرايیلو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان د ایران لخوا اعدام شوي دي.

دا په ۲۰۰۷ کال کې د ایران د بشري حقونو د سازمان لخوا د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د دغه سازمان په وینا په‌ دې میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ تنه افغانان، شپږ ښځې او یو ایراني‌ الاصله جرمنی وګړی شامل و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس