معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران سل تنه نور افغان بندیان سرپرست افغان حکومت ته وسپارل

ایران سل تنه نور افغان بندیان سرپرست افغان حکومت ته وسپارل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۲مه نېټه):
ایرانۍ رسنیو د دې هېواد د عدليې وزارت د بشر حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان په حواله لیکلي، چې دغه سل تنه افغان زندانیان یې د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلي دي.
د دې رسنیو په راپور کې همداراز راغلي، چې دغه زندانیان د بند پاتې مودې د تېرولو لپاره په سيستان او بلوچستان ولايت کې د نيمروز له لارې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د هرات د اسلام کلا بندر له لارې له ایران څخه دوه زره او ۵۳۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
د ځايي مسولینو په وینا، له یادو کسانو څخه ۲۸۸ یې د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس