معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ایران وایي، له سعودي عربستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ ته خوښ دي

ایران وایي، له سعودي عربستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ ته خوښ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي.
د راپور پر بنسټ، دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پرمختګ په لارو – چارو خبرې کړيې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امر عبداللهیان وايي، د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره يې په لیدنه کې د دواړو لورو د همکاریو د هر اړخیز سند پر جوړولو، د ترانسپورټ او سوداګریزو لارو په فعالولو ټینګار کړی دی.
دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې شوې.
په چین کې له مذاکراتو وروسته، ایران او سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستولو هوکړه کړې ده.
په دې هوکړې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تهران او ریاض ته سفرونه وکړل او دواړو هېوادونو خپل سفارتونه هم پرانیستل.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس