معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران وایي، پاکستان کې یې یوه ایرانۍ سخت دریځه ډله یې په نښه کړې وه

ایران وایي، پاکستان کې یې یوه ایرانۍ سخت دریځه ډله یې په نښه کړې وه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي، چې ایراني ځواکونو په پاکستان کوم پاکستانی نه، بلکې یوه ایرانۍ سخت دریځه ډله یې په نښه کړې وه.

د خبر پر بنسټ، ایراني چارواکو ویلي، دوی هغه سخت دریځه ډله چې  په دې وروستیو کې یې په ایران کې د څو بریدونو مسوولیت اخیستی، په نښه کړې او د هغې دوه مرکزونه یې له منځه وړي دي.

اسلام آباد بیا دغه برید پرخپل هوایي قلمرو ښکاره تېری بللی دی او په غبرګون کې یې له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی او په اسلام آباد کې یې هم د ایران سفیر ته چې د دغه برید په مهال تهران کې و، د بیا نه ورتلو خبر ورکړی دی.

ایران د سې شنبې ورځ د پاکستان پر بلوچستان ایالت د توغندیو او بې پيلوټه الوتکې بریدونه وکړل، چې د پاکستاني چارواکو په وینا دوه ماشومان په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس