معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران په آزادو سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي

ایران په آزادو سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد په آزادو سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دې اسانتیاوو له مخې افغان پانګوال کولی شي په ایران کې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره د ګدامونو جوړولو ترڅنګ، د اقامې ترلاسه کولو اسانتیا هم ولري.

د ایراني آزادو سوداګریزو سیمو مسوولین وايي، دوی افغان پانګوالو ته د سرمایه ګذاري او سوداګرۍ په برخه کې مهم فرصتونه برابروي.

په دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم له دغه اقدام هرکلی کوي او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره اغېزمن ګڼي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس