معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې افغان سفارت نن د افغانستان اوسنيو چارواکو ته وسپارل شو

ایران کې افغان سفارت نن د افغانستان اوسنيو چارواکو ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د ایران په تهران ښار کې افغان سفارت چې تر دې وړاندې د پخواني جمهوري دولت له لوري اداره کېده، نن د سرپرست افغان حکومت اوسنیو ډیپلوماټانو ته وسپارل شو.
د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو د ایران پر دغې چارې نیوکه کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي، چې دا د افغانستان داخلي موضوع وه او ایران په کې هېڅ ډول دخالت نه دی کړی.
ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې انځورونه ښکته_ پورته کیږي چې په کې د تېر نظام ډیپلوماټان د احمدشاه مسعود د انځور سره یوځای له سفارته د وتلو په حال کې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس