کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې وروسته به هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، له روغتیایي، ښوونیزو او مدني خدماتو بې برخې کړي.
د ایران د اتباعو چارو عمومي مدیر نادر یار احمدي ویلي، هغه کډوال چې د سرشمېرنې اسناد لري، باید له دولتي ادارو سره همکاري وکړي، څو خپل حضور قانوني کړي.
د ایران دولت د کډوالو لپاره مشخص شرایط وړاندې کړي، لکه د سرشمېرنې پاڼې، د کډوالۍ کارتونه یا د پاسپورټ وېزې تمدید.
په ورته وخت کې افغان کډوال په پاکستان او ترکیه کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۸۰ زره افغانان، د ۶۲ زره کورنیو په شمول افغانستان ته راستانه شوي، چې تر ډېره یې له ایران او پاکستانه راغلي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/