کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یار احمدي ویلي، شاوخوا ۷۰۰ افغان ډاکتران په ایران کې د هستوګنې قانوني اسنادو په لرلو سره په روغتونونو کې کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا افغان روغتیاپالان د قانوني اسنادو په اساس ایران کې فعالیت کوي، خو سربېره پر دې یوه لویه برخه افغان کډوال په ناقانونه توګه په دې هېواد کې مېشت دي.
ایراني چارواکو د افغانانو د قانوني او غیر قانوني حضور ترمنځ د تفکیک او د وضعیت ښه والي لپاره د دوامداره هڅو یادونه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/