کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي ځل لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې ده.
د ایران دولتي راډیو پرون دا خبر ورکړی، خو د دې کانټینري کښتۍ موقعیت یې روښانه کړی نه دی.
د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه.
د راپورونو له مخې دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/