معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران یو شمېر افغان ډاکټرانو ته د ICU برخه کې روزنه ورکوي

ایران یو شمېر افغان ډاکټرانو ته د ICU برخه کې روزنه ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د روغتیا وزارت ویلي،  ایراني ډاکټران د متخصصینو او نرسانو په ګډون ۴۰ افغان روغتیایي کارمندانو ته د ځانګړې روغتیايي پاملرنې ICU په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوي.

تهران ټایمز په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د سرپرست حکومت د روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیايي سیسټم ته انتقال کړي.

د یاد وزارت مسوولینو دغه راز ویلي، چې دوی په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو روزنې ته ژمن دي.

د چارواکو په خبره د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیايي پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي او په ټول هېواد کې ناروغانو ته په لوړ کېفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس