معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ۹۱ مړو شویو افغانانو هویت تایید شوی

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ۹۱ مړو شویو افغانانو هویت تایید شوی

ګهيځ نيوز: د کب/حوت ۲۰ مه ۱۴۰۱

ایټالیا کې افغان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو مړو شویو افغانانو هویت تایید شوی، چې له ډلې یې د ۴۸ مړو شویو افغانانو جسدونه پېژندل شوي دي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې د دغو ۴۸ پېژندل شویو جسدونو له منځه یې د ۴۶ افغان کډوالو اسناد هم صادر کړي دي.
په دغه بیان کې راغلي، چې یاد سفارت په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدني ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هېواد ته د مړو شویو کسانو د اجسادو د لېږد په اړه هڅې پیل کړي دي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، یو شمېر هغه کورنۍ چې هېواد ته د خپلو دوستانو د جسدونو د لېږد لپاره مالي توان نه لري، دوی یې د بېلابېلو ټولنو په مرسته د ملاتړ هڅې پيل کړي دي.
دغه سفارت همدا راز زیاته کړې، چې دې پېښه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ټپي شوي او یو شمېر نور ژوندي ژغورل شوي چې اوس خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس