معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا د بخښنې سازمان لخوا پر دوی د بشري حقونو د نقض په اړه لګېدلی تور رد کړ

ا.ا د بخښنې سازمان لخوا پر دوی د بشري حقونو د نقض په اړه لګېدلی تور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/ سنبلې دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه پروپاګنډ چې د بخښنې نړیوال سزمان لخوا د ا.ا په تړاو خپور شوی بې بنسټه دی.
له دې وړاندې یاد سازمان پر ا.ا نیوکه کړې وه، چې ګواکې په خپله یوه کلنه واکمنۍ کې يې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه منحل کړي او د افغانانو حقونه يې تر پښو لاندې کړې دي او سازمان په دې اړه د عدالت غوښاتنې د کمپاین له پیلېدو هم خبر ورکړی و.
خو مجاهد وايي، چې د تېرو دوه لسیزو په نسبت دا مهال په ځلونو د ښځو په ګډون د بشر حقونه خوندي دي.
نوموړي په زغرده ویلي: “د بخښنې سازمان هغه مهال باید د مسوولیت احساس کړی وی، چې په ورځيني ډول لسګونه افغانان د اشغالګرو لخوا شهیدان او ټپیان کېدل “.
ا.ا وايي، د بښنې نړیوال سازمان د افغان دښمنه کړیو د ویناوو پر بنسټ راپورونه جوړوي او په دې توګه د افغان حکومت د تخریب هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس