معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بادغیس او بامیانو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور تنو خپل ژوند بایللی

بادغیس او بامیانو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور تنو خپل ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په بادغیس ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه بار وړونکی موټر د قلعه‌نو – هرات لویې لار کې چپه شوی، چې د موټر چلوونکي په ګډون په کې درې کسانو ژوند بایللی دی.
مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ غوري او د موټر لوړ سرعت ښودلی دی.
بل‌ لور ته د بامیانو سیمه ییزو مسوولینو هم ویلي، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د بامیانو مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس