معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بادغیس کې د اوبو رسولو ستره شبکه جوړه شوه

بادغیس کې د اوبو رسولو ستره شبکه جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې بادغیس ولایت کې د ۳۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.

د مسوولینو په خبره دغه شبکه ١٢٠ متره اوږدوالی لري، چې له قادس ولسوالۍ څخه قلعه نو ښار ته اوبه انتقالوي.

د دې شبکې په اوږدو کې ۵۴۵۰ نلکې هم نښلول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې کار په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دریو پړاوونو کې پیل شوی و، چې اوس یې درېیم پړاو بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او ګډونوالو د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د بادغیس د خلکو لپاره یو ستر پرمختګ وباله، چې د هغوی د ژوند کېفیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس