کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د بامیانو مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو د کتلو ټولولو او زېرمه کولو پروژې چارې پيل شوې.
د دغه وزارت په وینا د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یخ ټوټو په شکل موسمي اوبه زېرمه او په دوبي کې به ورڅخه د کرنې لپاره ګټه واخیستل شي.
دغه پروژه چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي لګښت پلې کیږي، په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/