معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د نس ناستې ناروغي زياته شوې

بامیانو کې د نس ناستې ناروغي زياته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو ولایتي روغتون د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکړی.

د دغه روغتون روغتیاپالان وایي، د تودوخې درجې لوړېدو سره هممهاله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمنځ د نس ناستې او کانګو ناروغۍ زور موندلی.

د دوی د شمېرو پربنسټ د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله ۵ زره ۴۳۲ تنه ماشومان او نوي ځوانان د بامیان له مرکز او ولسوالیو سربېره د بغلان، میدان وردګ او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته وروړل کیږي.

د تودوخې زیاتوالی، د روغتیايي لارښوونو نه مراعاتول، د ویروسو لېږد، د کورنیو اقتصادي کمزورتیا د نس ناستې ناروغۍ بنسټیز عوامل ګڼل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس