معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د ښځینه سوداګرو لپاره سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

بامیانو کې د ښځینه سوداګرو لپاره سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۳سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو ځايي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز اړوند د عیسیٰ خان په فامیلي پارک کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه سوداګرو لپاره د یو سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکړی.

د دغه ولایت مسوولینو ویلي، چې په دغه مارکېټ کې د ښځینه سوداګرو لاسي صنایع، افغاني جامې، خامک دوزي، افغاني ګنډ، مېناتوري اثار، وطني غالۍ او نور اړوند توکي د پلور لپاره وړاندې شوې دي.

په ورته مهال بامیانو کې د کډوالو په چارو کې د نړیوالې ادارې د دفتر مشر محمد اشرف نیازي ویلي، چې په یاد مارکېټ کې ۱۸ پلورنځیونه، یو هوټل او پراخه شنه ساحه شتون لري، چې د ښځينه سوداګرو د صنعت د ودې لپاره جوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس