معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی

بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په بامیان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی دی.

د خبر پر بنسټ دغه نندارتون پرون د روانې زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی.

د مسوولینو په خبره، دغه نندارتون کې ۱۷۰ غرفې اېښودل شوي چې ۱۰۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

دغه نندارتون چې پنځه ورځې به دوام وکړي، د جوړولو اهداف یې کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته وده او بازارموندنه، د ملي صنعت پراختیا، له کورنیو تولیداتو څخه د کارونې په تړاو د خلکو خبرول او هڅول، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ انګېزې ډېرېدل، د کورنیو تولیداتو او د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا ترڅنګ د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړولو کلتور دودول ښودل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس