کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسؤولینو ویلي، چې د بامیانو په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د ۱۲۸ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې.
د خبر پر بنسټ، د دغه وزارت مسؤولینو زیاته کړې چې د یونسف دفتر په مالي مرسته د بامیانو ولایت په سیغان او شیبر ولسوالیو کې د افغانستان معیشت او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۱۲۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو بیارغول او جغل اچول، د کرنیزو کانالونو پاکول، د پلچکونو، محافظوي دېوالونو جوړول او د کانالونو او سیلبرونو پخول شامل دي.
د ځایي مسوولینو په وینا د دغو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/