کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې د تېرې شپې سېلابونو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د دوى کرنيزې ځمکې او د استوګنې کورونه ويجاړ کړي.
د کهمرد ولسوال هم د دغو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ د سلګونو جريبه کرنيزو ځمکو او يو شمېر سړکونو د ویجاړېدو پخلى کوي او وايي، چې د لخي، قاغور، رويسنګ، پايان باغ او لرموش کلي د سېلابونو شاهدان دي.
د کهمرد ولسوال وايي، په دې پېښه کې چاته – مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مالي زیانونه یې زیات اړولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/