کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي رسنیو ته ویلي، چې د چین له سرحد سره د کوچني پامیر له لارې د یاد ولایت د نښلولو کار بشپړ شو.
د راپور پر بنسټ نوموړي ویلي، چې اوسمهال د دغه سړک د پخولو لپاره په طرحه او ډیزاین باندې کار روان دی.
د دغه سړک جوړېدل به افغانستان د ځمکې له لارې له چین سره ونښلوي او د سوداګریزې راکړې – ورکړې لپاره به ورسره ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د سرپرست حکومت مسوولین وایي، د دغې لارې ژر فعالېدو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/