معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان امنیې قومندانۍ ويلي، چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند بایللی او څلور نور ټپيان دي.

د دوی په وینا، دغه پېښه د درې ولسوالۍ په کلکک سیمه کې له سړکه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د وتلو او سینده د لوېدو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي همدارنګه ویلي چې یاده پېښه کې پنځه تنه نادرکه شوي هم دي.

د مسوولینو په خبره دغه موټر د امو په سیند کې ډوب شوی او د ټولو مړو د وېستلو لپاره هڅې روانې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس