معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څلور مېرمنې د زېږون پرمهال مړې شوي

بدخشان کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څلور مېرمنې د زېږون پرمهال مړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د يوه روغتيايي مرکز مسوولينو رسنیو ته ويلي، چې په تېره يوه مياشت کې په دې ولسوالۍ کې څلور مېرمنې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وايي، په دغه ولایت کې د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچه ښایي تر دې هم لوړه وي، خو د لرې پرتو سیمو او روغتیایي مرکزونو ته د زېږون پرمهال د مېندو نه راوړلو له امله د هغې کره شمېره له دوی سره ثبت نه ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې لا هم ډېری مېندې د زېږون پرمهال روغتیایي مرکزونو ته پر وخت د نه وړلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس