کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بدخشان کې د سروزرو د وینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارګران مړه شوي.
د بدخشان امنیې قومندانۍ ویلي، دغه پېښه تېره ورځ د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.
د مسوولینو په وینا د درې واړه کارګرانو مړي د امنیتي کسانو لهخوا د نړېدلې کارخونې له خاورو را ویستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
په بدخشان ولایت کې له دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو عمده لامل یې دا ښودل شوی، چې د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/