معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د واخان دهلېز د سروې کار بشپړ شو

بدخشان کې د واخان دهلېز د سروې کار بشپړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال خبر ورکړی، چې د بدخشان د واخان دهلېز د سروې چارې بشپړې شوي او اوس د دې سترې پروژې پر ډیزاین کار دوام لري.

نوموړي په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، وزارت د دې پروژې د عملي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او یوازې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د بودیجې د منظورۍ انتظار دی.

د ده په خبره د بودیجې تر تایید وروسته به د واخان دهلېز د جوړولو چارې په عمل کې پيل شي.

واخان دهلېز د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک اقتصادي او ترانزیتي پروژه بلل کیږي، چې له لارې به یې هېواد د چین او نورو سیمو سره ونښلول شي.

د چارواکو په وینا د دې پروژې عملي کېدل به په سیمه کې د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره مهم تمام شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس