معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ښځو لپاره یو مارکېټ او ټولنیز مرکز پرانیستل شو

بدخشان کې د ښځو لپاره یو مارکېټ او ټولنیز مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بدخشان کې د ښځو لپاره یو مارکېټ او یو ټولنیز مرکز پرانیستل شو، چې د ځایي خلکو په وینا د سوداګریزو فعالیتونو او د لاسي صنایعو پلورنې په برخه کې یې د ښځو هیلې زیاتې کړې دي.

د خبر پر بنسټ، د دې ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ويلي، چې د ښوونکو د یوې موسسې په مرسته یې د ښځو د غونډو د جوړولو لپاره، د ښځو د مارکېټ او ټولنیز مرکز د جوړول کار پیل کړی دی.

د مسوولینو په وینا دغه ځانګړی مارکېټ به په دوو پوړونو کې جوړ شي او دیرش غرفې به ولري.

د ښځو لپاره یاد بازار په داسې مهال جوړیږي، چې تر دې وړاندې په دې ولایت کې د ښځو لپاره درې نور بازارونه وو، چې یو یې له دوو کلونو راهیسې غیر فعال دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس