معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / برېټانیا وایي، له افغانستانه د خپلو متحدینو افغانانو وېستلو ته دوام ورکوي:

برېټانیا وایي، له افغانستانه د خپلو متحدینو افغانانو وېستلو ته دوام ورکوي:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې برېټانیا ویلي، زرګونه هغه افغانان چې برېټانیا کې د مېشت کېدو په شرایطو برابر دي، لاهم افغانستان کې تر ګواښ لاندې ژوند کوي.
د برېټانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، تازه یې په شرایطو برابر درې سوه نور افغانان هم تشخیص کړي، چې له موندلو وروسته به یې خپلو کورنیو سره له افغانستانه وباسي.
دوی زیاته کړې، د افغان وګړو د مېشتېدنې بهیر لاهم روان دی، چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې شل زره په شرایطو برابر او زیان منونکي افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه نږدې پنځلس زره افغانان چې برېټانیا ته د تګ په شرایطو برابر وو، له افغانستانه وېستلي دي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د برېټانیا پارلمان دفاعي کمېټې په افغانستان کې د برېټانیا په رول او په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د برېټانوي ځواکونو وتل له ناورینه ډکه پېښه بللې او په اړه یې د یوې دولتي پلټنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس