معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره بشري مرستو کې د همکارۍ ژمنه کړې

برېټانیې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره بشري مرستو کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۰ مه نېټه):
قطر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت سرپرستې نصیره اشرف او د پرمختیایي او سیاسي چارو مسوول جانټن ټام سره د لېدنې پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې کړي.
د دې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌ زوی د برېتانیا سفارت د سرپرستې په حواله پر ټویټر لیکلي، چې برېټانیا په بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکارۍ ته لېواله ده او د افغاني سرې میاشتې په پروژو کې به لازمه همکاري وکړي.
بریتانوي استازې په دغه لیدنه کې ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره ۳ سوه او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ میلیونه ډالره مرسته کړې او دا مرستې به لا نور هم وغځوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس