معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت د ازبکستان د برېښنا تولیدي شبکو څخه شکایت کوي

برېښنا شرکت د ازبکستان د برېښنا تولیدي شبکو څخه شکایت کوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان د برېښنا تولیدي شبکو کې د ستونزو له امله د قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکول کیږي.
د برېښنا شرکت د ویاند په خبره دې وروستیو شپو کې د برېښنا وضعیت غیر نورمال دی.
هغه زیاته کړې چې د دې ستونزې یواځینی لامل د ازبکستاني مسوولینو په وینا، د هغوی د برېښنا د تولید په شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او نه شي کولی چې د قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت په داسې مهال دغه شکایت کوي چې دې وروستیو کې د کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا د ډېرې پرچاوۍ څخه سرټکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس