معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت له زورواکو څخه ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړي

برېښنا شرکت له زورواکو څخه ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر حکومت له سیاستوالو او زورواکو څخه یې د برېښنا د لګښت پاتې ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړي دي.

د مسوولینو په خبره دغه پیسې پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه شرکت په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست په ګډون د جوړ شوي کمېسیون په همغږۍ راټولې شوې دي.

د برېښنا شرکت مسوولین دغه راز زیاته کړې، چې د پورونو د راټولو لړۍ لا هم روانه ده.

بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له لوري د پورونو د راټولولو د بهیر په هرکلي سره د دغه شرکت له لوري د کال په ټولو موسمونو کې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرېدو غوښتنه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس