معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بشارالاسد سوریه کې د مرستو رسولو لپاره دوه اضافي نقطې پرانیستې

بشارالاسد سوریه کې د مرستو رسولو لپاره دوه اضافي نقطې پرانیستې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تایید کړې، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد موافقه کړې چې د پولې هاخوا د مرستو رسولو لپاره به دوه نورې اضافي نقطې هم پرانیزي.
ګوتریش په یوه بیان کې د بشارالاسد د دغې پرېکړې ستاینه کړې چې له ترکیې څخه د سوریې شمال لویدیځ ته د باب السلام او الرای دوه نقطې د بشري مرستو د رسولو لپاره خلاصوي.
دغه لارې به د دریو میاشتو لپاره پرانیستې وي.
بل لور د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتې ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ویلي یې دي چې حکومت به له دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو څپې ته اجازه ورنه کړي.
سوریه او ترکیه کې د دغو زلزلو له امله تر اوسه له ۳۷ زرو څخه د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.
له یو لک تنو پورته ټپیان او میلیونونه تنه نور بې ځایه شوي دي.
د اردوغان مرستیال ولسمشر په وینا چې یوازې ترکیه کې د دغو زلزلو له امله نږدې ۴۲ زره ودانۍ ویجاړې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس