معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې ترافیکي پېښې نهه تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

بغلان کې ترافیکي پېښې نهه تنو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنو ژوند بایللی او درې تنه نور ژوبل دي.

د یاد ولایت ځایي امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د بغلان خوست ولسوالۍ اړوند په کوتل سچي سیمه کې د فیلډر ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

د مسوولینو په وینا د پېښې ټپيان د بغلان خوست ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یاد ولایت ځایي چارواکو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري ښودلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس