کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولینو ويلي، چې د روان ژمي په پار یې دغه ولایت کې د یوه ټن ډبرو سکرو بیه له ۶ زرو څخه ۴ زره افغانیو ته راښکته کړې ده.
د راپور پر بنسټ، یادې تصدۍ ویلي چط د سکرو بیه یې د یاد ولایت اوسېدونکو سره د مرستې لپاره راټیټې کړې دي.
د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ په داسې مهال دغه ولایت کې د سکرو بیه راټیټوي، چې هېواد کې د ژمي څپې خپرې شوي او ډېری خلک د کورونو ګرم ساتلو لپاره د ډبرو سکرو څخه استفاده کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/