یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: په بغلان کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په دوشي او خنجان ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره شپه ناوخته د لړم پر ٢٩مه د بغلان په خنجان ولسوالۍ كې يو مسافر وړونكى بس سيند ته لوېدلی چې په پایله کې یې ۸ تنه مړه او شاوخوا ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.
د حکومت سیمه ییزو چارواکو هم د دې پېښې په تایید ویلي چې دغه مسافر وړونکی بس له کابل څخه جوزجان ته روان و.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند شيراحمد برهاني ویلي چې دا ترافيکي پيښه په موټر کې د تخنيکي ستونزې له امله شوې ده.
بلخوا تېره ورځ هم د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لس کسان مړه او ټپیان شوي وو.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل شوي دي.
خانه / ګهیځ نیوز / بغلان کې سیند ته د مسافر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسه مړه او ۴۰ نور زخمیان دي