بغلان کې سیند ته د مسافر وړونکی بس د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسه مړه او ۴۰ نور زخمیان دی

یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: په بغلان کې ځایی سرچینې وایی، د دغه ولایت په دوشی او خنجان ولسوالیو کې د دوو ترافیکی پېښو له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره شپه ناوخته د لړم پر ۲۹مه د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکى بس سیند ته لوېدلی چې په پایله کې یې ۸ تنه مړه او شاوخوا ۴۰ تنه ټپیان شوی دی.
د حکومت سیمه ‌ییزو چارواکو هم د دې پېښې په تایید ویلی چې دغه مسافر وړونکی بس له کابل څخه جوزجان ته روان و.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شیراحمد برهانی ویلی چې دا ترافیکی پیښه په موټر کې د تخنیکی ستونزې له امله شوې ده.
بلخوا تېره ورځ هم د دغه ولایت په دوشی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې له امله لس کسان مړه او ټپیان شوی وو.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکی پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطی، خراب سړکونه او د ترافیکی اصولو نه ‌مراعاتول بلل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.