معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې وروستیو سېلابونو تاریخي سیمي او لرغونې اثار زیانمن کړي

بغلان کې وروستیو سېلابونو تاریخي سیمي او لرغونې اثار زیانمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړې کړې دي

د خبر پر بنسټ د دغه ولایت په دهنه غوري، ډنډي غوري، بُرکې، جلګې، نهرين، خوست او ګذرګاه‌ نور ولسواليو کې تاريخي اثار او لرغونې سیمې زیانمنې او په بشپړه توګه ویجاړې کړې

د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وایي، لرغوني او تاریخي اثار د هېواد د لرغوني تاریخ او فرهنګ ښکارندویي کوي او له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د تاریخي ابداتو او اثارو ساتنه وکړي.

بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له‌خوا ١٢٦ تاريخي سیمې ثبت شوي چې ٩٠ سلنه يې ساتنې او بيارغونې ته اړتيا لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس