معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پيل شوې

بلخ کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د بلخ د ټولګټو چارو رییس وايي، دغه سړک د مرکز مزار شریف له شهید سلیم چوک څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بازاره د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت رغیږي، چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړې، چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې یې هم د پلګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
په ورته مهال د بلخ ولایت مرستیال نورالهادي ادریس د یاد سړک د بیارغولو د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې د بلخ ولایت مشرتابه هڅه کوي څو د بنسټیزو پروژو چارې ګړندۍ کړي او د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس