معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د چاودنې پرمهال د دغه ولایت والي وژل شوی

بلخ کې د چاودنې پرمهال د دغه ولایت والي وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ والي دغه ولایت کې د یوې چاودنې د کېدو له امله وژل شوی دی.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د اداري غونډې پر مهال شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستی.
د سرپرست افغان حکومت په راتګ دا د خپلې بڼې لومړنۍ چاودنه ده چې په دومره کچې لوړ پوړی چارواکی په کې وژل کیږي.
تر اوسه د دې پېښې پوره تفصیلات او په پېښه کې د نورو مړیو او تپیانو په اړه بشپړ جزییات په لاس کې نشته خو اټکل کېږي چې پېښه کې به نور کسان هم مړه او تپیان شوي وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس