معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورونه جوړیږي

بلخ کې د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولايت په زاري، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ او د یونسیار په مالي ملاتړ د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کورونه د څلورو مياشتو په موده کې جوړیږي، چې هر کور باندې ۴ زره امریکایي ډالره لګښت راځي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي برخې معین ویلي، چې هڅه کوي چې خپلو کډوالو لپاره اساسي او بنیادي کارونه پر لاره واچوي، څو دوی وکولای شي د خپل ژوند چارې په عادي توګه مخته یوسي.

بل لور بیا د دې سیمې کډوالو پر دغه اقدام خوښي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې هر څه ژر دې دغه چارې ترسره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس