معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د یوې نیمې لسیزې وروسته د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

بلخ کې د یوې نیمې لسیزې وروسته د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ويلي، چې له یوې نیمې لسیزې وروسته د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې بیا ځلې پر فعالیت پیل کړی دی.

د یادې کارخونې مسوولین وایي،  د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته یې په تېرو دوو کلونو کې د دغه تولیدي کارخونې بیاځلې د افغان انجنرانو پرمټ ترمیم کړې او دا مهال باکېفیته غوړي تولیدوي.

د باختر پنبې غوړیو د دولتي فابریکې عملیاتي آمر محمد صدیق براتي ویلي، په ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰۰ کیلوګرامه  لابراتوار شوي معیاري غوړي تولیدوي او زیاتوي، که نور ماشینونه هم فعاله شي، نو دا کچه به تر ۶ زره کیلوګرامه غوړیو پورې ورسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس