معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کبانو د خوراکي توکو د تولید یوه کارخونه پرانستل شوه

بلخ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کبانو د خوراکي توکو د تولید یوه کارخونه پرانستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د کبانو د خوراکي توکو د تولید یوه کارخونه پرانستل شوه.
بلخ کې د مفید ګروپ د کېفیت کنټرول مسوول وایي، دغه کارخونه د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ ټنه د کبانو لپاره خوراکي توکو د تولید ظرفیت لري.
د هغه پر وینا، دا مهال په دغه کارخونه کې ۵۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دی.
بلخوا د بلخ ولایت مقام مرستیال دغې کارخونو د پرانیستې غونډه کې سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له نورو سوداګرو یې وغوښتل، چې پۀ کوز دننه پانګونه وکړي.
بلخ کې دغه کارخونه په داسې حال کې پرانستل کیږي، چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د کبانو تر نیمايي ډېر فارمونه د خوراکي توکو د بیې لوړوالي له امله تړل شوي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس