کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو یو ستر تم ځای جوړیږي.
د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د بلخ والي سوداګرو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ دا هم ویلي، چې د سرپرست حکومت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دي چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم د ورته پروژو پیل باندې کار کوي.
د بلخ ګمرک د موټرو تم ځای پروژه چې په شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه کې پلې کیږي، لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي او چارې به يې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/