معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوڅ وسلوالو ټول برمته شوي کسان وژلي او له سیمې وتلي دي

بلوڅ وسلوالو ټول برمته شوي کسان وژلي او له سیمې وتلي دي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ په تازه اعلامیه کې ویلي، چې له څو ځله خبرداري وروسته یې د پاکستان له پوځ سره د بندیانو تبادلې هوکړه ترسره نشوه، نو دوی ټول برمته شوي کسان ووژل او له سیمې ووتل.

د دغې ډلې په وینا، پاکستاني پوځ د تبادلې وړاندیز ته د پوځي عملیاتو په چمتووالي ځواب ورکړ، چې پایله کې برمته شوي ټول کسان دوی له منځه یوړل.

بلوڅ وسلوالو زیاته کړې، چې پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه، جبري تري تم کول، د طبیعي سرچینو لوټ او جګړه‌ ییز جرمونه کړي، نو دا کار یې د غچ اخیستو لپاره کړی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د برمته شویو کسانو د ژغورنې عملیات یې پای ته رسولي، لسګونه بلوڅ وسلوال یې وژلي او د پوځ مشر ویلي چې دا پېښه به د بلوچستان امنیتي وضعیت بدل کړي.

راپورونه وایي، لارې د پوځ له لوري تړل شوي، هوایي څارنه روانه ده او د جسدونو د انتقال لپاره له ۲۰۰ زیات تابوتونه ساحې ته استول شوي دي.

بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د خونړیو نښتو شاهد دی، چې تر اوسه یې د حل لپاره اساسي لار نه ده موندل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس