معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بلوچستان کې د پاکستان پر پوځي کاروان برید شوی

بلوچستان کې د پاکستان پر پوځي کاروان برید شوی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د بلوچستان په کاهان سیمه کې پر یوه پوځي کاروان برید شوی چې له امله یې پنځه پوځيان وژل شوي دي.
برید د بلوچستان کاهان ولسوالۍ په کوهلو سیمه کې شوی دی.
دا له وړمې ورځې راهیسې پر پاکستاني پوځيانو دویم برید دی چې ترسره کیږي.
مخکې کیچ سیمه کې هم پر پاکستاني پوځیانو برید کې څلور پوځیان وژل شوي وو.
پاکستان د ډیسمبر له ۲۴ راهیسې په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
پاکستاني طالبانو وړاندې د پاکستاني حکومت پرضد د بریدونو پیلولو اخطار ورکړی و.
د تازه برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې منلی او د یوه مشر په شمول یې د اتو پوځیانو د وژلو او دریو نورو ټپي کولو ادعا کړې ده.
تازه پاکستان کې د امریکا سفارت هم اسلام آباد کې د یو ستر احتمالي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او ورځ تر بلې د لا نورې ترینګلتیا خواته روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس